په کونړ ولایت کې د ۷۰۰۰ ونو کښېنولو چارې پیل شوې
کونړ- د لیندۍ ۱۹مه-۱۴۰۱
د DRC موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په اسعد آباد ولسوالۍ کې د ۱۵۰ کاریګرو په واسطه د ۷۰۰۰ میوه دارو او ځنګلي ونو کښېنولو چارې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې، ځمکې ښوېدنې، او سیلابونو د مخنیوي لپآره پیل کړې.
