۳۰۰۰ زیانمن شویو کورنیو ته په کابل کې د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

rahyab
Tue, Dec 13 2022 4:02 PM
NEWS PHOTO

کابل- د لیندۍ ۲۲مه-۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بشري مرستو په ترڅ کې، نن ورځ ۳۰۰۰ زیانمن شویو او بېوزله کورنیو ته چې د کابل په ولسوالیو او مرکز کې یې کروندې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله ویجاړې شوي وې، د خوراکي او غیر خوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
محترم ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د خوراکي مرستو د وېش په ترڅ کې ووېل: هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلو غنم، صابون او د اوبو پاکولو مواد ووېشل شي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه: یادې مرستې له سروې وروسته په شفاف ډول مستحقینو ته وېشل کېږي او دغه لړۍ په ټول هېواد کې د نورو زیانمن شویو او بېوزله کورنیو لپاره په شفاف ډول دوام لري.
محترم ملا محمد عباس آخند، د مرستندویه هیوادونو، د ملګرو ملتونو دفترونو او خیریه موسسو څخه په راتلونکي ژمي کې د زیانمن شویو لپاره د بشري مرستو غوښتنه وکړه.
ورپسې قاري محمد خوشحال زمانی، د کابل ولایت پېښو سره د مبارزې رییس ووېل: دغه مرستې په درې کټګوري کې د زیانمن شویو لپاره وېشل شوي.
ښاغلي زماني ووېل چې په تېر یو کال کې څه د پاسه ۲۰ زره کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشل شوي او دغه لړۍ روانه ده.

تصویر خبرتصویر خبر

 

تصویر خبر

 

 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .