۸۵ سېلاب ځپلو کورنیو په میدان وردګ ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

میدان وردګ- د زمري ۲۶مه-۱۴۰۲
د ژوندون موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې ۸۵ کورنۍ چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۷ کیلو دال نخود، ۷ کیلو مکروني، ۷ کیلو بوره، ۱۰ پاکټه مالګه او ۱۰ لیټره غوړي ووېشل.
