۱ میلیون ۳ زره او ۶۵۰ افغانۍ ۱۵۰کاریګرو ته په میدان وردګ ولایت کې د کار په بدل کې ووېشل شوې

میدان وردګ- د مرغومي ۱۶مه-۱۴۰۲
د پاملرنې موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز میدان ښار او سیدآباد ولسوالۍ اړوند ۱۵۰ کاریګرو ته د هغو ویالو، لارو او کاریزونو پاکولو په بدل کې چې د تېرو سېلابونو له امله ویجاړ شوي و، له سروې وروسته نغدي پیسې ووېشلې.
د نغدو پیسو وېش په دې لړۍ کې هر کاریګر ته ۶۷۲۰ افغانۍ د ۱۷ ورځو کار په بدل ووېشل شوې.
