په ننګرهار ولایت کې ۶۰۰ کورونه له جوړېدو او ترمیم وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

ننګرهار- د سلواغې ۵مه-۱۴۰۲
د اکرو موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په سپین غر، هسکه مینه، پچیراګام او شېرزاد ولسوالیو کې ۶۰۰ کورونه د دې ولایت د یو شمېر نورو مسوولینو په شتون کې له جوړولو او ترمیم وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د یادونې وړ ده چې د یادو ولسوالیو خلکو د دې پروژې په بشپړېدو سره خوښۍ څرګنده کړه او هغوۍ ته د مسوولینو لخوا د لا زیات خدمت کولو ډاډ ورکړل شو.