۳۰ بېوزله کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې نغدي مرستې ترسره شوې

ننګرهار- د کب ۲۲مه-۱۴۰۲
د اکټیډ موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار اړوند ۳۰ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۴۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.