د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې ۲،۹۳۵،۸۱۶ متر مربع ځمکه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه شوه 

rahyab
Tue, Dec 31 2024 10:18 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډافا ماین پاکي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډافا موسسې له لارې چې د کانونو او پطرولیم وزارت له لوري تمویل کېږي، د خاکجبار ولسوالۍ اړوند باټوخېل او دربند کلي او شاوخوا سیمې له ماینونو پاکې کړي او د مس عینک کان د استخراج لپاره یې ګټې اخیستنې وسپارلې. 
د یادونې وړ ده چې، د ماین پاکي په دې پروژه کې په مجموع کې ۲،۹۳۵،۸۱۶ متر مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې او ۱۸۹۲ کړۍ بېلابېل ډول ماینونه پیدا شوي او په خوندي توګه له منځه وړل شوي.
د یادونې ده چې د ماین پاکي دا ستره پروژه د انسانانو د ژوند ژغورنې او د مس عینک کان د استخراج لپاره یو ستر ګام دی چې د دې پروژې په پلي کولو سره به د خلکو ژوند خوندي او د سیمې اقتصادي پرمختګ لامل شي. 

نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .