له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان د پرمختیایي پروګرامونو موسسې (ODPA) ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
Tue, Jan 07 2025 4:33 PM
تصویر خبر

نن ماسپښین، سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان د پرمختیایي پروګرامونو موسسې د اړیکو مسوول، قدرت الله امیني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د دې ادارې سره د یادې موسسې د تفاهم‌نامې جزییات یې واورېدل.
په دې لیدنه کې، ترابي صاحب د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې هغه موسسې چې د خلکو د مرستو په برخه کې هڅې کوي د قدر وړ دي او له ټولو ملي او نړیوالو ادارو او سازمانونو څخه یې وغوښتل چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې په برخه کې له دې ادارې سره بشپړه همکاري وکړي.
په همدې حال کې، د افغانستان د پرمختیایي پروګرامونو موسسې د اړیکو مسوول قدرت الله امیني، د تفاهم‌نامې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دا پروژه به د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې پلي شي، او له مخې به یې خلکو ته نغدي مرستې ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست او د یادې موسسې د رئیس احمد خالد حنیف ترمنځ د لاسلیک شوې تفاهم‌نامې له مخې، د ټولټال ۳۳,۰۰۰ یورو په ارزښت به د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۱۳۲ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شي. په دې ډول چې هرې کورنۍ ته به ۱۵۵ یورو یا د هغه معادل په افغانیو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د برابرولو لپاره ووېشل شي.

نېټه:۱۴۴۶/۷/۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .