د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۵ کورنیو ته نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, Jan 18 2025 3:35 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, په ناړي او غازي آباد ولسوالیو کې ۱۷۵ سېلاب ځپلو, بېوزله او اړمنو کورنیو ته نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس الحاج قاري ثابت الله صدیقي او د موسسې د استازي په شتون کې هرې کورنۍ ۱۹,۱۴۰ افغانۍ او ۵ تختې کمپلې ترلاسه کړې, چې په مجموع کې ۳۳۴۹۵۰۰ (۳ میلیونه, ۳۴۹ زره او ۵۰۰) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
ورته مهال مستحقو کورنیو د مرستو له دغه ګام څخه قدرداني وکړه او د دی ډول پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.

نيټه: ۱۴۴۶/۷/۱۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .