له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ اېډ موسسې ترمنځ د ۲,۳۷۵,۸۹۸ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو درې تفاهم نامې لاسلیک شوې 

rahyab
Tue, Feb 25 2025 3:16 PM
news image

نن ورځ سه‌شنبه، له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د کورډ اېډ مؤسسې له رئیس، سید لطیف بشردوست، د پروژې مسئول، انجنیر میرویس وردګ او د اړیکو مسئول، عبدالمنصور ابراهیم‌خېل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامې یې ورسره لاسلیک کړې.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې زموږ د دندې او ایماني مسئولیت له مخې، د ټولنې تر ټولو زیانمنو قشرونو ته رسېدنه زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. له همدې امله، موږ د موسسو لپاره د ټولو اسانتیاوو برابرولو او له هغوی سره همکاریو ته ژمن یو او د هغوی چارې به ژر تر ژره ترسره کړو. همداراز، موږ له موسسو غواړو چې خپل کارونه په شفاف ډول او په چټکۍ سره ترسره کړي.
ورپسې، د کورډ اېډ مؤسسې رئیس، سید لطیف بشردوست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست څخه د مننې ترڅنګ وویل چې یادې موسسې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د روغتیا، کرنې، بشري مرستو، او پراختیایي برخو کې فعالیت کړی دی. هغه د خپلو روانو پروژو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې درې پروژې، چې ټولټال ارزښت یې ۲,۳۷۵,۸۹۸ امریکايي ډالر دی، د UN_OCHA  دفتر او دCaritas Germany  موسسې په مالي ملاتړ د ۱۱,۱۵۵ کورنیو لپاره په هرات او تخار ولایتونو کې د نغدي او غیرنغدي مرستو د وېش په توګه پلي کېږي.
لومړۍ تفاهم‌نامه:
د دې تفاهم‌نامې له مخې، د کورډ اېډ موسسه به د ۳۹۵,۴۱۲ امریکايي ډالرو په ارزښت، د تخار ولایت په ینګي‌قلعه، چاه‌آب، او چال ولسوالیو کې ۱۶۸۹ کورنیو ته، په څلورو قسطونو کې، هرې کورنۍ ته ۱۷۰ امریکايي ډالر ووېشي.
دویمه تفاهم‌نامه:
د دې تفاهم‌نامې له مخې، د کورډ اېډ موسسه به د ۴۳۷,۶۸۲ امریکايي ډالرو په ارزښت، د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ ۱۰۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۲۷۴ امریکايي ډالر او همداراز، پنځه تختې (یوه دوه‌کسیزه او څلور یو‌کسیزې) کمپلې د ۵۷ ډالرو په ارزښټ ووېشي.
درېیمه تفاهم‌نامه:
د دې تفاهم‌نامې له مخې، د کورډ اېډ موسسه به د ۱,۵۴۲,۸۰۴ ډالرو په ارزښت، د هرات ولایت رباط ‌سنگي، گذره، او پشتون زرغون ولسوالیو ۲۳۱۵ کورنیو هرې یوې ته ۱۶۱ امریکايي ډالر، ۳۰۰۰ کورنیو ته د ژمنیو جامو د پېرلو لپاره هرې کورنۍ ته ۷۷.۵۰ ډالر، ۵۰۰ کورنیو ته د باران او واورې پر وړاندې د کورونو د خونديتوب لپاره هرې کورنۍ ته ۳۴۰ ډالر، ۳۳۹ کورنیو ته د کور کرایې ورکولو لپاره هرې کورنۍ ته ۱۷۹ ډالر، ۵۰۰ کورنیو ته د روغتیایي توکو پېرلو لپاره هرې کورنۍ ته ۱۱۵ ډالر، او ۱۷۲۲ کورنیو ته د روغتیایي توکو پېرلو لپاره هرې کورنۍ ته ۲۰ ډالر ووېشي.همداراز، د یادو ولسوالیو په کچه ۲۰۰ تشنابونه به هم بیا ورغول شي.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Oct 23 2025 12:37 PM
Background image

The Director General of ANDMA and the British Special Representative for Afghanistan had a Meeting

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with the British Special Representative for Afghanistan, Mr.. . .

Wed, Oct 22 2025 4:54 PM
Background image

Two MoUs worth a total of $5,089,444 were signed between ANDMA and the Afghan Youth Services Organisation

Today in afternoon, Wednesday, His Excellency Mulla Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Engineer Abdul. . .

Wed, Oct 22 2025 2:22 PM
Background image

ANDMA Initiates Distribution of Food and Non-Food Items to 1,269 Affected Families in Kabul’s Deh Sabz District

Today in morning, the esteemed Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, visited Deh Sabz District in Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .