د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ زیانمنونکو کورنیو ته د ماشومانو لپاره ژمنۍ البسې ووېشلې

د یونیسف سازمان سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د همغږۍ پر بنسټ، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یونیسف سازمان په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز کې ۳۰۰ زیانمنونکو کورنیو ته د ماشومانو لپاره ژمنۍ البسې ووېشلې.
یادې مرستې د زیانمنونکو ماشومانو کورنیو ته ووېشل شوې، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د یونیسف سازمان د مسؤلینو لخوا له سروې وروسته د دې مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوي وې.
نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره