له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست ګیزاب ولسوالۍ ته سفر وکړ؛ د غره ښویېدنې له امله د شهیدانو ورثه  نغدي مرستې ترلاسه کړې

rahyab
Mon, Mar 03 2025 9:47 AM
تصویر خبر

نن سهار (دوشنبه)، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د بیړنیو حالاتو د رئیس, قاري محمد خوشحال زماني، او د ورسره پلاوي په ملتیا، د وروستیو سېلابونو او د غره ښویېدنې له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د غم‌شریکۍ, خواخوږۍ او هغوی ته د مرستو رسولو په موخه د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ ته سفر وکړ.
په دې سفر کې، ترابي صاحب د ګیزاب ولسوال، ملا آمر حمزه حنفي، د سیمې مشرانو او زیانمنو کورنیو سره وکتل او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د تسلیت پیغام یې هغوی ته ورساوه او د پېښې د شهیدانو لپاره یې دعا وکړه. همداراز د 7 شهیدانو ورثه ته یې نغدي مرستې وویشلې.
ترابي صاحب د سیمې له خلکو قدرداني وکړه چې د جانبي مرستو د نه شتون سره سره توانېدلي، چې ټپیان او د شهیدانو جسدونه د نړېدلي کور له ویجاړیو راوباسي. نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت تل د خپل ولس خدمت ته چمتو دی، او له خلکو یې وغوښتل چې د سېلاب‌ په لارو او د ځمکې ښویېدنې په سیمو کې د کورونو له جوړولو ډډه وکړي.
ورته مهال, د سیمې خلکو د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د الحاج ملا نورالدین ترابي له هڅو مننه وکړه، او غوښتنه یې وکړه چې د دې پېښې له زیانمنو شویو سره دې لا ډېرې مرستې وشي.
د یادونې وړ ده, چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍملي ادارې سرپرست د هر شهید ورثه ته ۱۰۰,۰۰۰ افغانۍ (ټولټال د ۷ شهیدانو ورثه ته ۷۰۰,۰۰۰ افغانۍ) نغدي مرستې ووېشلې او د ګیزاب ولسوال د یادو شهیدانو کورنیو ته ۵۰,۰۰۰ افغانۍ مرستې ووېشلې.

نیټه: ۱۴۴۶/۹/۰۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Jul 02 2025 2:22 PM
Background image

An MoU for joint cooperation was signed between ANDMA and the International Rescue Committee, with a total value of 331,429$.

Today in morning, Alhaj Mullah Nooruddin, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Mohammad Amir Ahmar, Acting Head of the. . .

Mon, Jun 30 2025 8:35 PM
Background image

A Three-Day Training Workshop was Held for 30 Employees of ANDMA on Emergency Response

The Afghanistan National Disaster Management Authority, with financial and technical support from the Aga Khan Agency for Habitat, conducted a three-day training workshop for 30 of its. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .