په کونړ ولایت کې د استنادي دیوال د جوړولو کار پرانستل شو

rahyab
Tue, Mar 04 2025 11:25 PM
news image

د عالیقدر امیرالمومنین حفظ الله د حکم له مخې, د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پېښو د خطرونو کمولو په موخه د بېړنیو کوچنیو وقایوي پروژو پلي کولو په پار د هر ولایت لپاره یو میلیون افغانۍ ځانګړې شوي دي, او دا پروژې به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا پلي کېږي, چې نن ورځ د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت ډانګام ولسوالۍ په دوبندو خور سیمه کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړ.
د دې پروژې د پرانستلو په مراسمو کې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، الحاج قاري ثابت‌الله صدیقي، وویل چې د اسلامي امارت مشرتابه د بېړنیو او اړینو پروژو د پلي کولو لپاره د دې ولایت لپاره یو میلیون افغانۍ ځانګړې کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې دا استنادي دیوال د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره جوړیږي او د سیلابونو له خطر څخه د نوي جوړ شوي پل او سلګونه جریبه کرنیزو ځمکو په ساتنه کې مهم رول لري.
ورپسې، د کونړ ولایت د مقام د دفتر رئیس، مولوي محمد امین حق‌پرست، ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت مسئولین د خلکو له ستونزو خبر دي او د حل لپاره یې اقدامات کوي.
له بلې خوا، د ډانګام ولسوال، مولوي عمر صدیق، د ولایت مقام او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسئولینو څخه  د خلکو غوښتنو ته د پاملرنې او پر وخت اقدام له امله مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې دا استنادي دیوال به د ۵۰ متره په اوږدوالی او ۲۳۴ متر مکعب په حجم سره جوړېږي، او په بشپړېدو سره به د دوبندو خور سیمې اوسېدونکي د احتمالي سیلابونو له خطر څخه خوندي پاتې شي. 

نېټه:۱۴۴۶/۹/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Oct 23 2025 12:37 PM
Background image

The Director General of ANDMA and the British Special Representative for Afghanistan had a Meeting

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with the British Special Representative for Afghanistan, Mr.. . .

Wed, Oct 22 2025 4:54 PM
Background image

Two MoUs worth a total of $5,089,444 were signed between ANDMA and the Afghan Youth Services Organisation

Today in afternoon, Wednesday, His Excellency Mulla Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Engineer Abdul. . .

Wed, Oct 22 2025 2:22 PM
Background image

ANDMA Initiates Distribution of Food and Non-Food Items to 1,269 Affected Families in Kabul’s Deh Sabz District

Today in morning, the esteemed Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, visited Deh Sabz District in Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .