د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ياد ولایت د اوبه ولسوالۍ اړوند ۵۰ کورنیو ته، چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته دمسؤلینو په شتون کې، یو باب خیمه، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې او یوه د پخلنځي پلاستیکي بسته او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ریاست لخوا هرې کورنۍ ته ۷ تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٩/١٥
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره