د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوزاد ولسوالۍ په علي آباد سیمه کې د اوبو بند د ترمیم کار پیل کړ

rahyab
Wed, Mar 19 2025 9:57 PM
news image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمان له مخې، چې هر ولایت ته د بیړنیو وقایوي پروژو د پلي کېدو لپاره یې ۱,۰۰۰,۰۰۰ افغانۍ ځانګړې کړې دي، او دا وقایوي يروژې به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا پلي کېږي. د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوزاد ولسوالۍ په علي آباد سیمه کې د اوبو بند د ترمیم کار د ۱,۰۰۰,۰۰۰ افغانیو په لګښت پیل کړ.
د اوبو دا بند چې مخکې د یاد ولایت مقام لخوا جوړ شوی و, خو ځینې کارونه یې پاتې وو چې اوس مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس الحاج مولوي جمعه خان مستقیم او سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د اوبو بند د بشپړېدو کار پیل شو.
د دی کار په بشپړېدو سره د بارانونو اوبه په دی بند کې ذخیره او د سېلابونو خطرونه به را کم شي. همدارنګه, د کرنیزو ځمکو لپاره به هم ګټور تمام شي.
د سیمې اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له دې اقدام څخه مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۰۹/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .