د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۲۹ زیانمنو شویو کورنیو ته ۱۲۹۷٨۸۰۰ افغانۍ نغدې پیسې او د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

rahyab
Wed, Mar 26 2025 11:09 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن ایسټ موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې  په مالي ملاتړ، د دې ولایت د درایم ولسوالۍ ۷۲۹ زیانمنوشویو او اړمنو کورنیو ته نغدي او د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، په څو ګروپونو کې د لومړۍ ډلې کورنیو ته چې ډېرې زیانمنوونکې او اړمنې وې، هرې یوې ته ١٩,٤٥٤ افغانۍنغدي پیسې او ٣ تختې کمپلې، د دویمې ډلې زیانمنو شویو او اړمنو هرې کورنۍ ته ١٩,٤٥٤ افغانۍ نغدي پیسې او د درېیمې ډلې هرې کورنۍ ته ١٤,٢٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ١٢,٩٧٨,٨٠٠ ( ١٢ میلیونه، ٩٧٨ زره او ٨٠٠ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.

نېټه: ١٤٤٦/٩/٢٦
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Jul 02 2025 2:22 PM
Background image

An MoU for joint cooperation was signed between ANDMA and the International Rescue Committee, with a total value of 331,429$.

Today in morning, Alhaj Mullah Nooruddin, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Mohammad Amir Ahmar, Acting Head of the. . .

Mon, Jun 30 2025 8:35 PM
Background image

A Three-Day Training Workshop was Held for 30 Employees of ANDMA on Emergency Response

The Afghanistan National Disaster Management Authority, with financial and technical support from the Aga Khan Agency for Habitat, conducted a three-day training workshop for 30 of its. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .