په کندهار ولایت کې له ۴۳۰ کیلوګرامو زیات ناچاوده توکي د ماین پاکۍ د ټیم لخوا خنثی شول

rahyab
Sat, Apr 26 2025 10:21 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست، د هلو ټرست نړیوالې مؤسسې د ماین پاکۍ د ټیم په ملاتړ، له هغو راپورونو وروسته چې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په یوه سیمه کې د چاودېدونکو توکو د شتون په اړه ترلاسه شوي وو، یاده سیمه وڅېړله او په پایله کې یې ۴۳۳.۴۶ کیلوګرامه بېلابېل ډولونه ناچاوده توکي کشف او راټول کړل.
دا ناچاوده توکي چې, ۲۶ دانې PG-7G موټور راکټ، ۲۰ دانې PG-۷ مرمۍ، ۸۲ میلي‌متري د ۶۵ ډول ۲ مرمۍ، ۲ دانې ۱۲۲ میلي‌متري د توپ مرمۍ او ۲ دانې ۱۰۰ میلي‌متري د ټانک مرمۍ, چې ټولټال ۱۳۸ واحده وو او د ۱۳۰۰ متره خوندي واټن په پام کې نیولو سره په بشپړه او خوندي توګه له منځه یووړل شول.
دا اقدام د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست له لوري، په افغانستان کې په ماینونو او نا‌چاودو توکو د ککړو سیمو پاکولو د دوامداره فعالیتونو یوه برخه ده.

نېټه: ١٤٤٦/١٠/٢٧ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Jul 02 2025 2:22 PM
Background image

An MoU for joint cooperation was signed between ANDMA and the International Rescue Committee, with a total value of 331,429$.

Today in morning, Alhaj Mullah Nooruddin, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with His Excellency Mohammad Amir Ahmar, Acting Head of the. . .

Mon, Jun 30 2025 8:35 PM
Background image

A Three-Day Training Workshop was Held for 30 Employees of ANDMA on Emergency Response

The Afghanistan National Disaster Management Authority, with financial and technical support from the Aga Khan Agency for Habitat, conducted a three-day training workshop for 30 of its. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .