د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۹ زیانمنوو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د People in Need PIN، نړیوالې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مالستان ولسوالۍ اړوند ۱۶۹ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، د ٥,٣٥٥ افغانیو معادل ۷۴ امریکایي ډالر په نغدي ډول ووېشل شول، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ۹۰۴,٩٩٥ ( ٩٠٤ زره او ٩٩٥ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د دې مرستو په پار د یادې موسسې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه.
نېټه: ١٤٤٦/١١/١ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره