د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په جنده خېل کلي کې یو استنادي دېوال پرانستل شو

rahyab
Wed, Apr 30 2025 8:27 PM
news image

د کابل ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د پغمان ولسوالۍ په جنده‌خېل کلي کې د ۲۳ متره په اوږدوالي یو استنادي دیوال پرانست او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.
یاده پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د وقایوي پروګرامونو یوه برخه ده، چې د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو او په ټول هېواد کې د ټولنې د خوندیتوب کچې د لوړولو په موخه عملي کېږي.
دا پروژه د سېلابونو د خطرونو د راکمولو، د هستوګنیزو کورونو او د کرنیزو ځمکو د ساتنې په موخه عملي شوې ده.
د استنادي دیوال د پرانستې مراسم له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پلاوي، د کلي د ملکانو او د سیمه‌ ییزو اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول. د مراسمو پر مهال، مسؤلینو د ځایي زیربناوو د پیاوړتیا او د طبیعي پېښو پر وړاندې د ټولنې د زغم وړتیا په لوړو کې د دې پروژې پر ارزښت ټینګار وکړ.
په پای کې د جنده‌خیل کلي اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کولو څخه خوښي وښوده او د خلکو د مال او ځان د ساتنې په برخه کې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له هڅو مننه وکړه.

نېټه: ۰۲/ ۱۱/ ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .