د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
Wed, May 14 2025 3:48 PM
news image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCI موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ او مالي ملاتړ، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د یاد ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو اړوند ۲۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکی مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ  ته د مسوولینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړی، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه، انرژي لرونکي بسکيټ او WSB مواد ووېشل شول.
ورته مهال، د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د یادې موسسې له مرستو خوښي وښوده او د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .