د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو سېلابونو له امله ۱۲۵ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ووېشلې

rahyab
Tue, Jul 01 2025 9:31 AM
تصویر خبر

د لوګر ولایت په مرکز پل علم او محمد آغه ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو په راتلو سره, د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیرخوراکي توکو بېړنۍمرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې, د یاد ولایت والي او سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې,۴۸ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو, هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم, ۵ لیټره غوړي, یوه مکمل الاسباب خیمه, ۶ تختې کمپلې, یو کارتن صابون او د یوبار مصرف لوښي, او ۷۷ کورنیو ته چې کورونه یې په جزوي ډول ویجاړ شوي وو, هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم, ۵ تختې کمپلې او یو کارتن صابون ووېشل شول.

 نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۵ 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .