د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ګبیوني دېوال د ترمیم پروژې کار پیل شو

rahyab
Thu, Jul 03 2025 11:11 AM
news image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونې له مخې، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په موخه، د هېواد په هر ولایت کې د وقایوي پروژو د پلي کېدو لپاره یو میلیون افغانۍ ځانګړې شوې دي. په همدې لړ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره، له سروې وروسته او د بیړني حالت د تثبیت وروسته، یادې پروژې د هېواد په کچه پلي کوي.
د ګبیوني دېوال د ترمیم دغه پروژه د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ په دهن توتک سیمه کې، ټولټال د ۷۸۴,۲۰۰ افغانیو په لګښت، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري، د رسمي مراسمو په ترڅ کې د سیمه ییزو چارواکو په شتون سره پرانیستل شوه.
په یادو مراسمو کې د بادغیس محترم والي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، د اقتصاد رئیس او د ټولګټو رئیس ګډون کړی او پروژه د محترم والي صاحب له لوري د بنسټ ډبرې په ایښودو سره، په رسمي ډول پیل شوه.
د دې پروژې د پلي کېدو موخه دا ده چې له هستوګنېزو سیمو، کرنیزو ځمکو او په ځانګړي ډول د هغه عمومي سړک څخه ساتنه وشي چې بېلابېلې ولسوالۍ د ولایت له مرکز سره نښلوي. دا ګبیوني دېوال به د سېلابونو، د خاورې له ښوېدو او د نورو طبیعي له خطرونو څخه په مخنیوي کې اغېزناک رول ولوبوي او د سیمې د ترانسپورتي اړیکو د پرې کېدو مخه به ونیسي.
سیمه ییزو چارواکو د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمښت، د تګ راتګ د آسانتیا، د بنسټیزو جوړښتونو د پیاوړتیا او د خلکو لپاره د چاپېریالي امنیت د برابرولو په برخه کې د دې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ. هغوی له سیمه ییزو اوسېدونکو څخه هم وغوښتل چې د دې ملي پروژې په ساتنه او پالنه کې جدي همکاري وکړي.
د دهن توتک د ګبیوني دېوال د ترمیم پروژه، د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ هڅې یو روښانه مثال دی، چې موخه یې د ولسوالیو د بنسټونو پیاوړتیا او د خلکو د ژوند کچې لوړول دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .