د یونیسف او د کډوالۍ نړیوال سازمان استازو د نیمروز ولایت د پل ابریشم په سیمه کې د دې ادارې په پنډغالي کې د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه وکړه

tamim_azimi
Sun, Jul 13 2025 9:05 PM
news image

تیره ورځ شنبه، د یونیسف د دفتر استازې مېرمن ماریا بېګم او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) استازي محمد المصري د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله، د پل ابریشم په سیمه کې له ایران څخه د را اېستل شویو اجباري راستنېدونکو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په معیاري پنډغالي کې د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه د یادې ادارې د داخلي پلټنې آمر, قاري محمد یاسین او د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد قاسم محمد په شتون کې لیدنه وکړه.
محترم قاري محمد یاسین د یادو سازمانونو مسؤلینو ته په پنډغالي کې د کډوالو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په ټولو خېمو کې د هوا یخولو لپاره کولرونه موجود دي، هغوی ته درې وخته ګرم خواړو ورکول کېږي او د انسانانو نورو لومړنیو اړتیاوو ته په کې ځانګړې پاملرنه شوې ده او کارکوونکي بې له ځنډه د کډوالو په خدمت کې بوخت دي.
په همدې حال کې، د دواړو ادارو مسؤلینو د یاد پنډغالي له جوړېدو هرکلی وکړ او د مرستندویو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ. هغوی ژمنه وکړه چې، په نن او سبا کې به په پنډغالي کې د کلینیک او د ماشومانو د لوبو لپاره دوه کونکسونه را انتقال کړي، د کلینیک لپاره به څو تنه ډاکټران او نرس په معاش وګماري او د دې ترڅنګ د پنډغالي شاوخوا به یو منظم سیم خاردار هم واچول شي. 
 
نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .