د یونیسف او د کډوالۍ نړیوال سازمان استازو د نیمروز ولایت د پل ابریشم په سیمه کې د دې ادارې په پنډغالي کې د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه وکړه

tamim_azimi
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۲۱:۵
news image

تیره ورځ شنبه، د یونیسف د دفتر استازې مېرمن ماریا بېګم او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) استازي محمد المصري د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله، د پل ابریشم په سیمه کې له ایران څخه د را اېستل شویو اجباري راستنېدونکو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په معیاري پنډغالي کې د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه د یادې ادارې د داخلي پلټنې آمر, قاري محمد یاسین او د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد قاسم محمد په شتون کې لیدنه وکړه.
محترم قاري محمد یاسین د یادو سازمانونو مسؤلینو ته په پنډغالي کې د کډوالو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په ټولو خېمو کې د هوا یخولو لپاره کولرونه موجود دي، هغوی ته درې وخته ګرم خواړو ورکول کېږي او د انسانانو نورو لومړنیو اړتیاوو ته په کې ځانګړې پاملرنه شوې ده او کارکوونکي بې له ځنډه د کډوالو په خدمت کې بوخت دي.
په همدې حال کې، د دواړو ادارو مسؤلینو د یاد پنډغالي له جوړېدو هرکلی وکړ او د مرستندویو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ. هغوی ژمنه وکړه چې، په نن او سبا کې به په پنډغالي کې د کلینیک او د ماشومانو د لوبو لپاره دوه کونکسونه را انتقال کړي، د کلینیک لپاره به څو تنه ډاکټران او نرس په معاش وګماري او د دې ترڅنګ د پنډغالي شاوخوا به یو منظم سیم خاردار هم واچول شي. 
 
نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۲:۰
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې د ۵۳ متره اوږدوالي په درلودلو سره پیل کړې. 

 دغه دیوال به د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۰:۳۶
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۸ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DACAAR او د ARCI موسسو په ملاتړ، د دې ولایت له مرکز اسعدآباد او بېلابېلو سیمو څخه د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو ۱۷۸ کورنیو ته له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .