رسنیز بلنلیک
په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د روان کال د غویي په ۶مه د یو رسنیز کنفرانس په ترڅ کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولینو ته تسلیم کړي، په همدې تړاو له تاسو ټولو محترمو خبریالانو او رسنیو څخه غوښتنه کوو چې پروګرام ته په راتګ سره د رسنیز پوښښ په برخه کې په همکاري سره مو منندوۍ کړئ.
ویناوال: محترم الحاج مولوي محمد عبدالله جان (عرف) ملا جانان سایق، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو او ویاند.
محترم حاجي نادرشاه، په روسیه کې مېشت د افغان سوداګرېزې ټولنې رییس
وخت: نن ورځ پنجشنبه، د غويي (حمل) ۶مه ۱۴۰۳، د ماسپښین ۱۲:۳۰ بجې
ځاۍ: د انکشاف ملي ګدام، سپین غر شرکت، میهن سټیل کوڅه د کابل جلال آباد عمومي سړک
د اړیکې شمېره: ۰۷۰۵۰۱۹۴۲۲/۰۷۶۵۸۵۱۶۰۸
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت