د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۸ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DACAAR او د ARCI موسسو په ملاتړ، د دې ولایت له مرکز اسعدآباد او بېلابېلو سیمو څخه د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو ۱۷۸ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د ARCI موسسې له لوري د WFP په مالي ملاتړ، له یاد شمېر کورنیو څخه ۲۸ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه او د DACAAR موسسې له لوري ۱۵۰ کورنیو هرې یوې ته ۱ د حفظ الصحې کېټ ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
