د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٠ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د ده سبز ولسوالۍ په قلعه افضل، بټۍ او خدرخیل کلیو کې د وروستیو شدیدو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو شویو ٣٠ کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته یوه تخته بړستنه او یاد شمېر کورنیو ته ١٢٠ خوراکه ګرمه ډوډۍ ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱٨هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره