د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سیاګرد، شینواري، سرخ پارسا ولسوالیو او مرکز کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۳۰۹ زیانمنو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو غنم، ۲۵ کیلو وریجې، یو عدد پلاستیکي سطل، یو عدد بوشکه او ۲۰ کلچې صابون ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره