له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین په کونړ ولایت کې د ۲۶۷ کورنیو لپاره د خوراکي مرستو د وېش بهیر پیل کړ

rahyab
Mon, Aug 11 2025 1:56 PM
news image

نن ورځ د دوشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، کونړ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد مبین مفتون عمر، د هغه مل پلاوي او د دې ریاست د کارکوونکو په شتون کې د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد او د چپه‌درې ولسوالۍ د ۲۶۷ کورنیو لپاره د خوراکي مرستو د وېش بهیر پیل کړ. 
د پېښو چارو د همغږۍ معین وویل، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د همغږۍ پر بنسټ، په مرکز اسعدآباد کې ۴ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۲.۵ کیلو دال، ۹.۱ لیټره غوړي او ۲ کیلو مالګه ووېشل شول. همدارنګه د دې ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د تفاهم‌نامې له مخې، د چپه درې ولسوالۍ ۲۶۳ زیانمنو، بېوزله او مستحقو کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ لیټره غوړي او ۷ کیلو دال ووېشل شول.
نوموړي د خوړو نړیوال پروګرام او د AYSO مؤسسې له مرستو څخه د قدردانۍ تر څنګ له نورو نړیوالو بنسټونو هم وغوښتل چې له سیاسي ملاحظو پرته له افغان ولس سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي او د دغو مرستو کچه زیاته کړي.
همدې حال کې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي محمد مبین مفتون عمر له مرستندویه ادارو څخه په مننې سره ټینګار وکړ چې د دې ولایت د زیانمنو خلکو لپاره د لا زیاتو مرستو د جلب او جذب هڅې به جاري وساتي.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د اړمنو خلکو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې هڅې وستایلې او له دې مرستو یې خوښي او مننه څرګنده کړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Oct 07 2025 3:32 PM
Background image

An MoU for joint cooperation, valued at 292,399 US dollars, was signed between ANDMA and the Aga Khan Development Network

Today, on Tuesday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Rahatullah Baig, the Executive. . .

Sun, Oct 05 2025 3:22 PM
Background image

Two MoUs on Joint Cooperation were Signed Between ANDMA and World Vision and Kuak Organizations

Today in morning, on Sunday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, held a separate meetings at his office with. . .

Sun, Oct 05 2025 9:56 AM
Background image

The Director General of ANDMA Honors Seventeen National Traders from the Country for Assisting Victims of the Recent Kunar Earthquake

Today in evening, the esteemed Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with seventeen national. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .