د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶۷ کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ورلډ ویژن مؤسسې په ملاتړ، د "ټولنیز چلند او ژوند ژغورنې مرستې له لارې د انعطاف رامنځته کولو" پروژې په چوکاټ کې، د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ۲۶۷ مستحقو کورنیو ته د درېیم او څلورم پړاو نغدي مرستې وویشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د درېیم او څلورم پړاو په توګه هرې کورنۍ ته ٤۲.۸ ډالرو برابر ٥۸۲٤ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره یو میلیون، پنځه سوه او پنځه پنځوس زره او اته (۱،٥٥٥،۰۰٨) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نیټه: ۱۴۴۷/٢/٢٠ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره