د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۸ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sun, Aug 31 2025 3:36 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARR Japan مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په زنخان ولسوالۍ کې ٤١٨ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ٢٤،٥ کیلو وریجې، ٧ کیلو بوره، ٨ کیلو لوبیا، ١ کیلو شین چای، ١٠ لیټره غوړي او ١ کیلو مالګه ووېشل شوه. 
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ آمر، محترم قاري محمد علم خبیب له زیانمنو شویو کورنیو سره د نورو هر ډول مرستو د کولو ژمنه وکړه او په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوند مسؤلینو څخه مننه وکړه او هغوی ته یې د خیر دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .