د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۲ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ اېډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په چال ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو او اړمنو ۵۶۲ کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، د ۸۵ ډالرو معادل ۵,۷۲۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال درې میلیونه او دوه سوه څوارلس زره او شپږ سوه څلوېښت (۳,۲۱۴,۶۴۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره