د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۲ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۴:۰
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ اېډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په چال ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو او اړمنو ۵۶۲ کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، د ۸۵ ډالرو معادل ۵,۷۲۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال درې میلیونه او دوه سوه څوارلس زره او شپږ سوه څلوېښت (۳,۲۱۴,۶۴۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۲ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ( AYSO ) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د دانګام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲۴
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳۸ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د عدالت د پیاوړتیا او مدني ټولنې (JCSSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۵
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۳۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .