د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۲ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ ایډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ د دې ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په عمرخیل، زرد کمر، مرکز شهر، توفي قشلاق، کلفګانیو او جرباشي کلیو کې د طبیعي پېښو او وچکالیو له امله زیانمنو شویو او د بې سرپرسته ښځو ۵۶۲ کورنیو ته له سروې وروسته د درېیم او څلورم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د ۸۵ ډالرو معادل ۵،۷۴۰ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره (۳،۲۲۵،۸۸۰) درې میلیونه او دوه سوه پنځه ویشت زره او آته سوه او اتیا افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره