په مزار شریف ښار کې د اور لګېدنې د مخنیوي کمېټې یو ګډ پلاوي د تېلو له ټانکونو څخه څارنه وکړه

rahyab
Thu, Oct 02 2025 1:36 PM
news image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام د لارښوونې او د بلخ ولایت د محترم مقام د حکم پر بنسټ، د ښاروالۍ، اطفایې، مستوفیت، د کور او ښار جوړونې، استخباراتو، سوداګریزو خونو، د سوداګرۍ او کانونو، د تېلو او ګازو او د دې ریاست له استازو څخه جوړ شوي ګډ پلاوي په مزار شریف ښار کې د ممتاز تېلو ټانک، د داودزي تېلو ټانک ایل نمبر ۲، د بریالی بری د تېلو او تاسیساتو ټانک، باختر وطن پټرولیم او د داودزي پټرولیم د تېلو ټانک څخه د اورلګېدنې د مخنیوي له وقایوي وسایلو څخه د سروې اوڅارنې په موخه لیدنه وکړه.
د سروې د ټیم د موندنو له مخې، د تېلو دا پمپ سټېشنونه په لومړنیو وسایلو سمبال وو، خو د باختر وطن پټرولیم چې د مزار شریف ښار د ځمکني ټرانسپورټ د عمومي ټرمینل ته څېرمه په یو حساس ځاس کې موقعیت لري او د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره هېڅ ډول وقایوي وسایل نلري او د یاد پمپ سټېشن د تېلو زېرمې ته نږدې یو رستورانت هم فعالیت کوي، چې د سروې د ټیم له لوري د دې نیمګړتیاوو او د خطر رفع کولو په موخه د یادو پمپ سټېشنونو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې او د دواړو خواوو په موافقې سره د ستونزو د له منځه وړلو په موخه ځانګړی وخت وټاکل شو.
د دې تاسیساتو مسؤلینو هم ژمنه وکړه، چې تر ټاکل شوي وخت پورې به موجوده نیمګړتیاوې سمې کړي ترڅو په راتلونکې څارنه کې د معیارونو له بشپړ پلي کېدو څخه ډاډ تر لاسه شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .