د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
Sun, Oct 05 2025 10:19 AM
تصویر خبر

 د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ د یاد ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ورستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۳۰ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.  
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ١ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم، ۱ بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې، یوه جوړه څپلۍ، درې جوړې جامې، ۱عدد ۱۰ لېټره د اوبو بشکه، شل پاکټه د ابو پاکولو ګولۍ او ۵ کلچې د لاس وینځلو صابون ووېشل شو.
د یادولو وړ ده، چې دا توکي د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له شته امکاناتو څخه د نقلیه وسایطو په واسطه ور ولېږدول شول، چې په ترلاسه کولو سره یې زیانمنو شویو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه مننه او قدردانی وکړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۲ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .