له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ تر منځ د لټون او ژغورنې ټیمونو د جوړېدو د څرنګوالي په اړه تخنیکي غونډه وشوه

پرون ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان بنسټ تر منځ، د دې ادارې لپاره د لټون او ژغورنې د ټیمونو جوړېدو د څرنګوالي په اړه تخنیکي ناسته د یاد بنسټ په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ادارې له لوري د بېړنیو عملیاتو د مرکز رئیس، محترم قاري خوشحال زماني، د بېړنیو پېښو آمر، محترم مولوي عبدالهادي همت، د دفتر چارو د انسجام آمر, محترم مولوي عبدالرب مبارک او د بهرنیو اړیکو آمر, محترم برهان الدین شینواري او د آغا خان بنسټ له لوري د اضطراري پلان او غبرګون د برخې مسوول, محترم محمد نظر جویا، حقوقي سلاکار, محترم عصمت الله عصمتي او د اضطراري برخې کارکوونکو ګډون درلود.
په ناسته کې دواړو خواوو د ټیمونو د جوړښت، د اړینو وسایلو او تجهیزاتو برابرولو، د ټیمونو د غړو د مسلکي روزنې، او د ګډې همغږۍ میکانیزمونو او د پېښو پر مهال د ژغورنې او عملیاتو د ټیمونو تخنیکي وړتیاوو پیاوړې کولو په اړه مفصل بحث وکړ.
په پای کې دواړو لوریو د دوامدارو همکاریو او د بېړنیو حالاتو په وړاندې د چمتووالي او همغږیو منظمو تخنیکي ناستو د ترسره کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۱ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره