د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۲ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ( AYSO ) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د دانګام ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۱۴۲ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۴ کیلو دال، او ۰.۵ کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې یادې مرستې به له دې کورنیو سره تر راتلونکو دوو میاشتو پورې هم دوام لري.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره