د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې د ګبیوني دیوال د پروژې د جوړلو چارې رسما پیل شوې

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوبهار ولسوالۍ په قادرخېلو کلي کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې د ۸۸ مترو په اوږدوالي او ۳ مترو په لوړوالي سره ټولټال د یومیلیون او څلوېښت زره او څلور سوه څلوېښت (۱،۰۴۰،۴۴۰) افغانیو په ارزښت، چې تمویل کوونکې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ده پیل کړې.
د یادې پروژې د پرانستنې مراسمو کې، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي عبد الله عابدي، مخورو سپین ږیرو او سیمه ییزو اوسېدونکو شتون درلود.
د یادونې وړ ده، چې د دې ګبیوني دیوال د کار له بشپړېدو وروسته به د سیمه ییزو وګړو زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې، کورونه او عامه بنسټونه د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي پاتې شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره