له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوي جوړیدونکي ودانۍ د رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

rahyab
Sat, Oct 25 2025 1:13 PM
news image

نن ورځ شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نوي جوړیدونکي ودانۍ د رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه او دکار پر چټکتیا او شفافیت یې ټینګار وکړ.
ښاغلی ترابي صاحب د ودانۍ د جوړونې چارې له نږدې وڅارلې او د کار پر کیفیت، چټکیتا او شفافیت یې ټینګار وکړ هغه له مسؤلو انجنیرانو او قراردادي شرکت څخه د ودانۍ د جوړېدو د پرمختګ، د موادو د کیفیت، او د انجینرۍ د اصولو د رعایت په اړه پوښتنې وکړې.
همدا راز نوموړي زیاته کړه چي زموږ اداره یو بشر پاله اداره ده او خلګو ته چټک خدمات کوو  نو باید د نوي جوړیدونکي ودانۍ ټول کارونه هم شفاف، مسلکي او ژر تر ژره بشپړ شي تر څو زموږ کارکوونکي یو مناسب کاري چاپېریال ولري او خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.
د یادي ادارې لوی رئیس له انجنیرانو وغوښتل چې د وخت پابندي وساتي او د پروژې ټول مراحل له تخنیکي معیارونو سره سم مخ ته یوسي.

نیټه: ۱۴۴۷/۵/۳  هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .