د پېښو چارو د همغږۍ معین د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د دې ولایت د مقام له مرستیال سره یې وکتل

rahyab
Wed, Oct 29 2025 2:08 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، د لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري بهیر له څارنې وروسته، نیمروز ولایت ته ورسېد. 
په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین، د نیمروز ولایت د مقام له مرستیال، محترم الحاج مولوي تورجان احمدي سره د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي محمد قاسم محمد په شتون کې وکتل. 
دغه ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو او لارښوونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو، د بشردوستانه مرستو د وېش، د ماین پاکۍ او د نشراتي چارو څېړنه او د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل یاده کړه.
هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او د دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلي کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د نیمروز ولایت د مقام محترم مرستیال، د ښه راغلاست ترڅنګ زیانمنو ته د رسېدنې په برخه کې د یادې ادارې له هڅو څخه د قدردانۍ ترڅنګ د دې ولایت زیانمنتیا ته په اشارې سره وویل چې د نیمروز خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.
په پای کې، محترم احمدي صاحب له دې بهیر څخه د خوښي په څرګندولو سره زیاته کړه، چې د دویمو واحدونو له چارو څخه څارنه او څېړنه د حکومتولۍ یو مهم اصل دی او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.
ورپسې، یاد پلاوي د نیمروز ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست کاري بهیر یې له نږدې وڅاره. په دې لیدنه کې، د پېښو چارو د همغږۍ معین له کارکوونکو سره خبرې وکړې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د اسنادونو او فعالیتونو تر ارزونې وروسته یې هغوی ګړندي، پر وخت او اغېزمنو خدمتونو ته وهڅول.  
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دې ریاست کې خپل څارنیز او لارښوونکی بهیر پیل کړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .