د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۰ کورنیو ته د طبیعي پېښو په اړه عامه پوهاوي ورکړ او صیحي کېټونه یې ورته ووېشل

rahyab
Wed, Oct 29 2025 2:10 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د GNI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په نجراب ولسوالۍ کې له ۳۲۰ کورنیو څخه ۱۲۰ کورنیو هرې یوې ته د حفظ الصحې په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه او ۲۰۰ کورنیو ته د طبیعي پېښو د احتمالي خطرونو څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړل، چې له کډون کوونکو کورنیو څخه ۱۲۰ کورنیو ته روغتیایي کېټونه هم ووېشل شول. 
همداراز، په یاده ولسوالۍ کې د دې مؤسسې په ملاتړ څلور کړۍ د څښلو وړ اوبو څاګانې هم ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او هم  په جورغل کلي کې د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي سره د یو استنادي دیوال د جوړولو چارې دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم آمر؛ د دې مؤسسې د اساسي کړنو قدردانی وکړ او د کاپیسا ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ورته خدماتو د ترسره کولو غوښتونکی شو. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۷ هـ ق
له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .