له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له رئیس سره وکتل

rahyab
Wed, Oct 29 2025 3:28 PM
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د خوړو نړیوال سازمان د  رئیس جان ایلیف، د اړیکو مسؤل اشرف بلوچ او د اړیکو د مرستیال حمیدالله افغان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه وړاندې د WFP پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې د خوړو نړیوال سازمان تل افغان ولس ته بشري مرستې رسولې دي، چې موږ ورڅخه ځانګړې مننه کوو او تل هڅه کوو چې بیلابیلو سازمانونو او مؤسسو ته په هره برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړو او په دې برخه کې موږ ډیر کار کړی دی.
همدا راز ترابي صاحب وویل، چې یو ځل بیا د افغان کډوالو راستنېدنه زیاته سوې ده او باید په ګډه سره مرستي ورسره وکړو. 
د خوړو نړیوال سازمان رئیس جان ایلیف د یادې ادارې د لوی رئیس څخه مننه وکړه چې تل یې خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي او لاهم د خلکو د خدمتونو لپاره هڅې کوي.
 همد راز ښاغلي ایلیف زیاته کړه چې موږ او تاسو باید په ګډه کار وکړو او خلکو ته په بیلابیلو برخو کې غوره خدمتونه وړاندې کړو تر څو زیانمنې کورنۍ پر وخت د مرستو څخه برخمنې سي او اساسي کارونه ورته وسي.           
همداراز په تفصیل سره خبره وسوه، چې یاده اداره به د نړیوال بانک د کارکونکو سره پوره پوره همکاري کوي ترڅو چې هرات، غور، بدخشان او کونړ ولایتونو کې د پیښو هر اړخیزه سروې وکړي.  
په پای کې پر ګډو همکاریو او زیانمنو کورنیو ته پر ژر رسیدنه ټینګار وسو. 

نیټه: ۱۴۴۷/۵/۷  هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .