د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۹۲ زیانمنو کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Oct 30 2025 11:40 AM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان ښځو ټولنیزې او خدماتي موسسې (WASSA) تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ، د دې ولایت په قلعه نو ښار کې د وچکالي له امله ۲۹۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲۹۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، ۳۰ عدده قهوه او ۳ کیلو د حلوا اوړه ووېشل شول، چې ټولټال ۸۴۶,۸۰۰ (اته سوه شپږ څلوېښت زره او اته سوه) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .