له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د نورستان له مرستیال والي سره وکتل

rahyab
Tue, Nov 04 2025 2:19 PM
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د نورستان ولایت له مرستیال والي الحاج مولوي فیصل مختار  او د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له رئیس مولوي سیف الله خالد سره وکتل.
د نورستان مرستېال والي الحاج مولوي فیصل مختار صاحب د نورستان ولایت د اوسېدونکو په استازیتوب  له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه او ویې ویل چې نورستان یو غرنی ولایت دی چې د سیلابونو، واورې ښوېدنو او ځمکښویېدو له خطرونو سره مخ دی؛ نو اړتیا ده چې د ژغورنې وسایل، تخنیکي روزنې او د خلکو پوهاوی لا زیات سي.
ورسته د یادې ادارې لوی رئیس  ډاډ ورکړ چې اداره یې د ټولو ولایتونو په ځانګړي ډول د زیان‌منونکو سیمو د خوندیتوب لپاره عملي پروګرامونه لري، او د نورستان د اړتیاوو پوره کولو ته به جدي پاملرنه کېږي.
همدا راز ترابي صاحب زیاته کړه چي موږ تل هڅه کوو چي زیانمنو کورنیو ته ژر تر ژره مرستي ورسوو او د خلګو د خوندیتوب لپاره وقایوي پروژې پلي کړو.

نیټه: ۱۴۴۷/۵/۱۳ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .