د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٠ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د اقلیمي بدلونونو له امله ١٠٠ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. دا کورنۍ د وچکالۍ، موسمي بارانونو او د نورو اقلیمي اغېزو په پایله کې له مالي زیانونو سره مخ شوې وې.
په دې لرۍ کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ٥٠ کیلویي اوړه، ۵ کیلویی بوره، ۱ کیلو تور چای، دوه جلده د یونیسف مؤسسې د عامه پوهاوي بروشر او ٢٨ پاکټه کلورین ووېشل شول.
د مرستو د وېش په مراسمو کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي فیض الله جلالي د خلکو له صبر او همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې دا مرستې ستاسو د زیانونو پر وړاندې بسنه نه کوي، خو موږ هڅه کوو په راتلونکې کې د خپلو هېوادوالو لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړو.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
