د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کار په بدل کې ١٠٠ تنه سیمه ییزو کارګرانو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغو ۱۰۰ تنه سیمه ییزو کارګرانو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې، چې د تېرو سېلابونو له امله د ولسوالۍ د ویجاړ شوي عمومي سړک او یو استنادي دیوال د ترمیم او جوړولو په برخه کې یې ۱۰ ورځو لپاره کار ترسره کړی و.
په دې لړۍ کې هر کارګر ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو بوره، ۱ کیلو تورچای، دوه جلده د یونیسف سازمان بروشرونه او د یونیسف ۲۸ پاکټه کلورین ووېشل شول.
د وېش پر مهال د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس، مولوي فیض الله جلالي وویل، موږ تل هڅه کوو چې په دې ډول پروژو کې د سیمې د اوسېدونکو د اقتصاد د پیاوړې کېدو لپاره د سیمې خلک په کار وګماروو او هڅه کوو چې په راتلونکې د دې ډول نورو پروژو ترسره کولو زمینه هم برابره کړو.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
