د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کار په بدل کې ١٠٠ تنه سیمه ییزو کارګرانو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۵۲
news image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغو ۱۰۰ تنه سیمه ییزو کارګرانو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې، چې د تېرو سېلابونو له امله د ولسوالۍ د ویجاړ شوي عمومي سړک او یو استنادي دیوال د ترمیم او جوړولو په برخه کې یې ۱۰ ورځو لپاره کار ترسره کړی و.
په دې لړۍ کې هر کارګر ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو بوره، ۱ کیلو تورچای، دوه جلده د یونیسف سازمان بروشرونه او د یونیسف ۲۸ پاکټه کلورین ووېشل شول.  
د وېش پر مهال د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس، مولوي فیض الله جلالي وویل، موږ تل هڅه کوو چې په دې ډول پروژو کې د سیمې د اوسېدونکو د اقتصاد د پیاوړې کېدو لپاره د سیمې خلک په کار وګماروو او هڅه کوو چې په راتلونکې د دې ډول نورو پروژو ترسره کولو زمینه هم برابره کړو. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۲۶
Background image

په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې 

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو بنسټونو په همکارۍ، د یاد ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۱۲
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۶ کورنیو ته د حفظ الصحې کېټونه ووېشل

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې ۲۳۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د حفظ الصحې کېټونه ووېشل.

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ د مسؤلینو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۱۶
Background image

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د هنډیکپ نړیوالې مؤسسې له رئیس سره وکتل

نن ورځ سه شنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د هنډیکپ مؤسسې د نوی رئیس وینسنټ رو ویر، د علمیاتي مسؤل ډاکټر عبدالمتین او بشر دوستانه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .