د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۹۳۰ مستحقو کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Mon, Nov 17 2025 2:40 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په سوزمه قلعه او کوهستانات ولسوالیو کې ۱,۹۳۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، له یاد شمېر کورنیو څخه ۱,۴۸۳ کورنیو هرې یوې ته ۲,۹۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال څلور میلیونه درې سوه زره او اووه سوه (۴,۳۰۰,۷۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې او ۴۴۷ کورنیو هرې یوې ته ۳ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، درې بوتله ۵ لیټره غوړي، ۱۸.۷۵ کیلو دال، نیم کیلو مالګه او همدارنګه، له یادې جملې ۱۹۵ امیندوارو مېرمنو ته سوپر سریال او له ۲ کلنۍ کمو ماشومانو لرونکو ۱۶۵ کورنیو هرې یوې ته ۳۰ پاکټه پلمپي ووېشل شول.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۶ هـ ق
له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .