د پنجشیر ولایت په بازارک کې د یو استنادي چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د عالقدر امیر المؤمنین حفظه الله د شفقت له مخې، چې د ټولو ولایتونو لپاره یې یوه یوه وقایوي پروژه د یو میلیون افغانیو په ارزښت منظورکړې ده، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لو رئیس؛ الحاج ملانورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د مرکز بازارک ښار کې یو استنادي دیوال د شپږ سوه او دوه دېرش زره او دوه سوه او پنځه اتیا (۶۳۲،۲۸۵ ) افغانیو په ارزښت کټې اخیستنې ته وسپاره.
یاد استنادي دیوال د ۳۰ مترو په اوږدوالي، ۴.۵ مترو په لوړوالي او په لاندینۍ برخه کې د ۲ مترو او په پاسنۍ برخه کې د ۶۰ سانتي متره سور په درلودلو سره د یو ساختماني شرکت له لوري بشپړ شو.
د یادونې وړ ده، چې د یاد استنادي دیوال په جوړېدو سره به د پنجشیر د سیند د اوبو د ډېرېدو له احتمالي زیانونو څخه سیمه ییز وګړي وژغورل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
